د ایر بي‌اېن‌بي نړیوال شرکت ۲۰ زره افغانانو ته د هستوګنې وړیا ځایونه برابروي

له افغانستانه د وتلو په حال کې یو شمېر افغانان

د ایر بي‌اېن‌بي (AIR BNB) په نوم د کرایي کورونو یوه نړیوال شرکت اعلان کړی چې سر له نن نه ۲۰ زرو افغانانو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هستوګنې لپاره وړیا ځایونه برابروي.

د دغه شرکت اجرايي رئیس براین چسکي نن په خپل ټویټر دا خبر خپور کړی دی.

براین ویلي د افغانانو کډوالۍ او بې‌کوره کېدل یو بشري ناورین دی او باید ټول سره یو شي چې د دغو خلکو لاسنیوی وکړي.

د ایر بي‌اېن‌بي دغه مشر که څه هم د ۲۰ زرو افغانانو د وړیا هستوګنولو ژمنه کړې، خو په شرکتونو، کمپنیو او د کورونو په مالکانو یې غږ کړی چې په دې کار کې له دوی سره مرستې او همکاري وکړي.

ایر بي‌اېن‌بي معمولاً په هستوګنو سیمو کې کورونه د لنډ مهال لپاره خلکو ته په کرایه ورکوي.

له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړې لسګونه زره کسان په تېره یوه اوونۍ کې له دغه هېواده د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو په مټ ایستل شوي او هڅې روانې دي چې دا لړۍ لا پسې دوام پیدا کړي.

اکثر دا خلک په پوځي اډو او موقتو ځایونو کې ساتل کېږي او لا معلومه نه‌ده چې هستوګنول‌یې څومره وخت نیسي.