د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) اندېښنه لري چې طالبانو لاهم په افغانستان کې د انتقالي حکومت جوړول نهدي پیل کړي.
طالبانو ۱۰ ورځې وړاندې کابل ونیوه.
روسیه چې د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) مشري کوي، په محتاطانه توګه په کابل کې د نوي مشرتابه په اړه خوشبینه وه او د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپارهیې د طالبانو د ژمنې هرکلی وکړ.
خو د طالبانو دوو سرچینو د دوشنبې په ورځ فرانس پرس اژانس ته وویل چې طالبان به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې د حکومت اعلان ونهکړي.
مسکو اندېښنه لري چې په افغانستان کې ناکرارۍ ګاونډي ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته ونهغځېږي.
روسیه په دغو هېوادونو کې پوځي اډې لري.