کابل ښاروالۍ له ټول ښاره د کانکرېټي دېوالونو او موانعو په ټولولو پیل کړی

د افغانستان دفاع وزارت له شااوخوا د کانکرېټې دېوالونو لیرې کول

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي ژر به له ټول ښاره کانکرېټي دېوالونه او موانع ټول شي.

ښاروالۍ په خپل فېس‌بوک باندې یوه وېډيو خپره کړې چې ښيي د دفاع وزارت او محمود خان پله له مخې کانکرېټي موانع او دېوالونه لیرې کېږي.

د کابل ښاروالۍ د چارو د کمېسیون رئیس حمدالله نعماني په دې اړه وايي: "د ښار د ترافیکو په مخ کې خنډونه پیدا شوي دي. پیاده رونو مخ کې خنډونه پيدا شوي. تقریباً ډېر ښار ورسره سقوط غوندې ښکارېږي. د ښار بدنمایي ده ورسره. اوس دې ته اړتیا نه‌لیدل کېده، نو موږ د دې هفتې په لومړیتوبونو کې ونیوله چې موږ د ښار دا موانع له‌منځه یوسو."

کابل ښاروال داوود سلطانزوی شخصي دفترونو او کورونو ته هم ګواښ کړی چې ژر دې موانع او کانکرېټي دېوالونه لیرې کړي که نه ښاروالۍ به د دې کار لګښت ترې واخلي.

د کابل له بېلابېلو واټونو د سمنټي دېوالونو او موانعو لیرې کولو اقدام د کابل ښاریانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی.

د کابل ځیني اوسېدونکي وايي دغو سمنټي دېوالونو او موانعو خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

د کابل یوه اوسېدونکي صفي‌الله وویل چې سمنټي دېوالونه او د سړکونو بندېدو هغه له موټر چلولو زړه توره کړی و.

دی زیاتوي: "د دغو سمنټي دېوالونو په شتون کې موږ په عامه سړکونو کې ډېرې ستونزې درلودې، موږ په سړک کې ساعتونه انتظار کاوه او ناروغان په وخت روغتون ته نه‌رسېدل."

د افغانستان په لویو ښارونو په تېره بیا پلازمېنې کابل کې د امنیتي ګواښونو په سبب تقریباً له ټولو دولتي ودانیو او پوځي مراکزو کانکرېټي دېوالونه تاو شوي.