د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ وتړل شو

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ یو شمېر زده‌کوونکي

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې هېواد د موسیقۍ ملي انسټیټوټ تړل شوی.

د دغه انسټيټوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو تېرې دورې ته په کتو یې دا پرېکړه کړې ده.

ښاغلی سرمست زیاتوي: "زموږ په ياد دي چې طالبانو په خپلې پخوانۍ حکومتي دوره کې د افغانستان د کلتوري اثاثې په بشپړه توګه د له‌منځه وړلو پالېسي خپله کړې وه."

ښاغلي سرمست وویل د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د ۳۵۰ زده‌کوونکو ترڅنګ د هر يو افغان سندرغاړي ژوند دا مهال له خطر سره مخامخ دی.

طالبانو دا وار د موسیقۍ په اړه ښکاره څه نه‌دي ویلي، خو په خپله مخکېنۍ دوره کې یې پر موسیقۍ، فلم، تیاتر، ډرامو او نورو ښکلیو هنرونو کلک بندیز لګولی وو.