د امریکا ولسمشر جو بایډن د متحده ایالاتو د خوړو او درملو د ادارې (اف ډي اې) لهخوا فایزر واکسین ته د بشپړې اجازې ورکړه یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
ولسمشر بایډن دوشنبه ماسپښين سپینه ماڼۍ کې د امریکایانو د واکسیناسیون په تړاو لنډې خبرې وکړې.
هغه امریکایان تشویق کړل چې د فایزر واکسین ولګوي: "له یوې سختې پروسې وروسته د خوړو او درملو ادارې اعلان وکړ چې د «کووېډ-۱۹» فایزر واکسین خوندي او اغېزمن دی او «اف ډي اې» بشپړ او وروستۍ اجازه ورکړه. که تاسو د هغو ملیونونو امریکایانو له ډلې یاست چې ویل مو د «اف ډي اې» تر بشپړ تأیید پورې دا واکسین نهلګوئ دا دی دا کار هم وشو نو وختیې دی چې ورشئ او واکسین ولګوئ."
د امریکا د خوړو او درملو ادارې بشپړه تأییدي ورکړه چې د فایزر او بایو ان تیک واکسین د ۱۶ کلنو او تر هغو د پورته عمر لرونکو کسانو لپاره لګېدلی شي.
مخکې د فایزر د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړل شوې وه.
په امریکا کې تر اوسه پورې ۲۰۴ ملیونو کسانو د فایزر واکسین لګولی.