طالبان: د بهرني پوځیانو د پاتې کېدو مهلت تمدید د منلو نه دی

سهیل شاهین

طالبان وايي چې د اګسټ له ۳۱ مې وروسته په افغانستان کې د امریکا او نورو هېوادونو د پوځیانو د پاتې کېدو مهلت تمدید د منلو نه دی.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین د بریتانیا سکای خبري چینل ته ویلي دي، که امریکا او بریتانیا د دې مهلت تمدید غواړي نو د طالبانو ځواب منفي دی ځکه دا دوی لپاره سره کرښه ده.

شاهین وايي، که امریکا له ټاکلي مهلت وروسته هم پاتېږي نو معنی یې دا ده چې اشغال ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې که امریکا او بریتانیا د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ونه وځي نو دا کار به یې ناوړه عواقب ولري خو ښاغلي شاهین په دې اړه چې احتمالي عواقب به یې څه وي جزییات ورنه کړل.

له دې مخکې ویل شوي و چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن به د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د امریکا له ولسمشره وغواړي چې له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د اېستلو مهلت تمدید کړي.