طالبان: د بغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ تصفیه شوي

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

طالبان وايي چې د بغلان ولایت بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ یې تصفیه کړي دي.

د طالبانو مخالفو ولسي پاڅونوالو تېره اوونۍ ادعا وکړه چې دا سیمې یې له طالبانو نیولې دي.

په همدې حال کې سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په ده صلاح او بنو ولسوالیو کې له طالبانو سره درنې جګړې روانې دي.

د دې سرچینو په وینا دا دوه ولسوالۍ چې د پنجشېر ولایت په شمال کې پرتې دي، څو ځلي د طالبانو او د هغو د مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه بیان کې وویل چې د دوی وسله وال د تخار او بدخشان ولایتونو او د بغلان د اندراب ولسوالۍ له لارې د پنجشېر دروازو ته رسېدلې دي.

په بیان کې راغلي دي چې د سالنګ لاره خلاصه ده او طالبانو پنجشېر کلابند کړی دی.

مجاهد وايي، دوی هڅه کوي په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفینو سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

احمد مسعود چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مشري کوي هم ویلي دي چې خبرو ته لېوال دي، خو هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان پنجشېر ته ننوځي، دی به یې پر وړاندې ودرېږي.