ایران: افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل غواړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده

ایران د افغانستان د کړکېچ پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او وايي چې په کابل کې د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده په تهران کې یوې ټلوېزیوني خبري غونډې ته وویل، د افغانستان ټول سیاسي اړخونه باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو له لارې پرمخ ولاړ شي.

خطیبزاده زیاته کړه چې ایران له ټولو سیاسي اړخونو سره په دوامدار تماس کې دی او یوه ټولشموله حکومت ته د واک د سوله ییز انتقال ملاتړ کوي.

ښاغلي خطیبزاده همدا راز یادونه وکړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د پنجشنبې په ورځ تهران ته د سفر پر مهال د افغانستان په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.