د سوداګرۍ خونې مسوولینو له طالب استازو سره ناسته کړې

د سوداګرۍ د خونې چارواکي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي او د طالبانو د دعوت او ارشاد او امنیتي ارګانونو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.

نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شته ستونزو لکه، د ګمرکونو بندېدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندېدل، د واده هوټلونو بندېدل او په وارداتو او صادراتو کې د شتو ستونزو په اړه بحث کړی او طالبانو ژمنه کړې چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.