مالیې وزارت: اړوند ادارې به ډېر ژر کار پیل کړي

وزارت مالیه

د افغانستان د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به دې د دغه وزارت او اړوندو ادارو کاري بهېر پیل شي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن دوشنبه (د وږې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې ژمنه وشوه چې دوی د کار د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري او ټېنګار یې وکړ چې شته ستونزې او خنډونه به په مشترک ډول حل شي.

نوموړي وویل چې د مشرتابه پلاوي لومړنۍ ناسته کې د ملي بودجې څرنګوالي او لګښت، د ګمرکونو عمومي وضعیت، لاسته راوړنو او سیکوډا سیسټم د ګټو او فعالیتونو او نورو چارو په اړه معلومات ورکړل شول.

وزارت وایي، د هېواد ملي عوایدو راټولېدو، مالیاتي او غیرمالیاتي عوایدو، د دولتي شرکتونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د مالیې وزارت د تشکیل په تړاو هر اړخیز بحث وشو.

چارواکو ژمنه کړې چې ډېر ژر به ټول دولتي مامورین خپلو دندو ته را ستانه شي او ټول سیسټمونه به بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.