سلووېنیا: اروپایي ټولنه به افغان کډوال ور پرینه‌ږدي

د سلووېنیا صدراعظم ینېز جېنزا

د سلووېنیا صدراعظم ینېز جېنزا چې هېواد یې په اوس وخت کې د اروپايي ټولنې دوره یې مشري په غاړه لري وایي، اروپایي ټولنه به افغان کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې پرې ور مات شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې د اروپایي ټولنې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالو بحران بیا تکرار نه شي.

هغه مهال له یو میلیون زیات کسان چې په منځني ختېځ کې له جګړو او بې وزلۍ تښتیدلي و، د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته داخل شول.

جېنزا پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې اروپایي ټولنه به د افغانستان لپاره هېڅ یوه بشري یا د کډوالۍ لاره پرا نه نېزي.

هغه زیاته کړه چې اروپایي ټولنه به یوازې هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د ناټو له ماموریت سره مرسته کړې، ومني.

د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوالو ته دې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې خوندي ځایونه برابر شي.