د روغتیا سازمان او یونسیف: افغانستان کې دې هوایي دهلېز جوړ شي

هوايي دهلیز

د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' او یونسېف په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د یو هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه کړې، څو اړو افغانانو ته سمدستي درمل او نورې مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو دې دوو اړوندو ادارو په یوه بیان کې چې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) خپور شو ژمنه کړې چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي، څو د دې هېواد وګړو ته بشري مرستې ورسوي، خو دوی زیاتوي چې اوسمهال کابل ته هېڅ راز ملکي الوتنې نه شته نو ځکه دوی اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو هېڅ لاره نه لري.

د دوی بیان زیاتوي چې ان مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي افغانستان د بشري مرستو د رسولو د کچې له پلوه درېیم هېواد و، ځکه اتلس میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.