طالبانو ګل اغا شیرزي ته د "افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ

ګل اغا شیرزی

طالبانو د افغانستان یوې پېژندل شوې سیاسي څېرې ګل اغا شیرزي ته له هغه سره د کتو پر مهال د "د افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ.

په خواله رسنیو د طالبانو ګڼ مشران او ګل اغا شیرزی ښکاروي چې شیرزی د طالب مشرانو په هڅونه له دې ډلې ملاتړ اعلانوي.

شیرزي ته د بلډروز لقب د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزارت په چوکاټ کې د هغه د هڅو په خاطر ورکړل شوی و.

د طالبانو مشرانو په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې ځینې افغان سیاستوال د دې ډلې ملاتړ ته ور جلب کړي.