نرېندر سنګ خالصه: د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو استازی نرېندر سنګ خالصه

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو استازی نرېندر سنګ خالصه د طالبانو د واکمنېدو په غبرګون وايي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.

هغه دا خبره نن هند ته په رسېدو له هندي رسنیو سره په مرکه کې وکړه.

ښاغلي خالصه زیاته کړه: "ماته ژړا راځي. بس څه وکړو. افغانستان کې له پېړیو اوسېدو داسې حالات مو نه وو لیدلي. هر څه مو ختم شول. شل کاله چې کوم حکومت جوړ شو. هر څه ختم شول. هر څه صفر شول."

هند هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر له افغانستانه خپل اتباع او یو شمېر افغانان ایستلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارنېدام باګچي نن په خپل ټوېټرلیکلي چې له افغانستانه د هند د هوايي ځواک په مټ د خلکو ایستل روان دي او یوازې نن سهار وختي ۱۶۸ کسان چې له کابله، ډېلي ته انتقال شول.