د جرمني ارزونه: کابل کې به حکومت سخت مقاومت وکړي خو داسې ونه شول

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه چې طالبان د پرمختګ په حال کې و، د دوی ارزونه دا وه چې په کابل کې به حکومت سخت مقاومت وکړي، خو داسې ونه شول او حکومت ډېر ژر ړنګ او پوځ دړې وړې شو.

مېرکل پرون شنبې په برلین کې د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند په یوه غونډه کې وویل: "هغه څه چې اوس مهم دي دا دي چې د خلکو، که هغه د جرمني یا زموږ د نورو د ناټو د غړیو هېوادونو اتباع دي یا هم هغوی چې له موږ سره یې همکاري کړې، ژوند وژغورل شي."

مېرکل زیاته کړه چې دوی غوښتل په افغانستان کې ډېر خلک ازاد، ښه او په خپل ځان بسیا ژوند ولري، په تېره بیا نجونې چې په دې تېرو شلو کلونو کې ښوونځیو ته تللي، خو داسې ونه شول.

مېرکل وویل، اوس موږ ته پکار ده چې پر دې خبرې وکړو چې له دې وروسته څه باید وکړو، کوم کارونه کولای شو او کوم نه؟