د ایران نوی ولسمشر: د کرونا ضد مبارزې ته به لومړیتوب ورکړو

د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي، حکومت به یې د کرونا ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

رییسي نن د نوې کابینې په اړه د پارلمان د بحث له پيل سره هم مهاله ویلي، د کرونا ویروس کنټرول، د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او پراخ واکسیناسیون یې له لومړیتوبونو دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ایران دا مهال د کرونا وبا له پنځمې څپې سره لاس او ګریوان دی.

تېره یوه میاشته کې د ایران دننه د ویروس د بدلې شوې بڼې ډیلټا پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې.

دغلته تراوسه څه باندې څلور نیم میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې له یو لکو ډېر مړه شوي هم دي.