د ناټو سرمنشي: طالبان دې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي له طالبانو وغوښتل چې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي.

ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر انلاین غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "نړۍ افغانستان ته ګوري. زموږ تمه له طالبانو دا ده چې پر خپلو ژمنو ودریږي او افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي. طالبان باید په هېواد کې شخړې ختمې کړي او د افغانانو - که نارینه دي، که ښځې دي یا ماشومان دي، بنسټیز حقونه ورکړي."

د ناټو سرمنشي په کابل کې د داسې یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه هم وکړه چې ټول سیاسي اړخونه په کې ځانونه وویني.