د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي کابل کې پر راتلونکې حکومت غږیږي

ملابرادر

د راپورونو له مخې د طالبانو د مشرتابه یو شمېر غړي کابل کې راټول شوي او د راتلونکي حکومت د جوړېدو پر لارو چارو خبرې کوي.

د طالبانو سرچینو تایید کړې ده چې د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له کندهاره کابل ته رسیدلی دی.

دې سرچینو رویټرز ته ویلي، ښاغلی برادر له یو شمېر جهادي مشرانو، د حکومت له پخوانیو چارواکو او دیني عالمانو سره ګوري.

د سرچینې په باور، طالبان غواړي جلا-جلا ډلې رامنځته کړي چې د داخلي امنیت پر مسالو او رامنځته شوي مالي بحران خبرې وکړي.

ملا برادر د طالبانو د بنسټ ایښودونکو له ډلې دی چې ۲۰۱۰ میلادي کال کې پاکستان کې زنداني او بیا د سولې خبرو په نیت له زندانه خلاص شو.