بحرین خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي

د کابل هوايي ډګر

بحرین ویلي، خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي.

په همدې حال کې متحده عربي اماراتو ویلي، د لنډ وخت لپاره د افغان کډوالو کوربه توب کوي.

بحرین او امارت دا اعلان وروسته تردې کړی چې قطر کې د امریکا پوځي اډې له هغو کسانو ډکې شوي چې له افغانستانه بیول شوي دي.

له کابله د هغو افغانانو د تخلیې چارې پرون ۷ ساعته وځنډېدې چې امریکا او اروپایي هېوادونو یې د ایستلو خبره کړې ده.

د امریکا سفارت او نورو استازولیو ویلي، هر هغه څوک چې له افغانستانه باسي، د ایمیل یا مبایل ټیلیفون له لارې ورته حال ورکوي.

دوی ویلي، له دې ډول خلکو پرته نورو کسانو ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې هوایي ډګر ته دننه شي.