د حامد کرزي هوایي ډګر شااوخوا ګېر پاتې کسان د بدو صحنو کیسې کوي

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر شااوخوا ګېر پاتې شوي کسان

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر شااوخوا ګېر پاتې شوي کسان د بدو صحنو کیسې کوي.

دوی کې یو شمېر هغه کسان دي چې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره هوایي ډګر ته غوښتل شوي دي.

دوی طالبان او دغلته مېشت امریکایي سرتیري د وضعیت په کنټرول کې پاتې بولي او وایي، سرخوږی زرګونه هغو کسانو جوړ کړی چې هېڅ سند نه لري او هوایي ډګر ته راغلي دي: "که کوم چارواکی زموږ نظر اوري او په کوم ډول باندې موږ ته کومک رسولی شي، دلته ډوډۍ نشته، اوبه نشته، ډېره ګرمي ده. ما په خپلو سترګو ولیدل چې له لسو تر ۱۲پورې ماشومان، سپین ږیري او ښځې بې هوښه شول، اوس لمر ته پراته دي."

پر هوایي ډګر ګڼه ګوڼه وروسته تر هغه زیاته شوه چې طالبان کابل ته ننوتل او امریکا او اروپایي هېوادونو وویل، هغه کسان باسي چې دوی سره یې تېرو دوو لسیزو کې کار کړی دی.