ایران: تېرکال د جبري ودونو شمېر زیات شوی

ارشیف

ایراني چارواکو د تېرکال په ترڅ کې د جبري ودونو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکړی.

د ایران د احصایې د مرکز د راپور له مخې تېرکال د ۲۰۱۹ کال پرتله د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو نجونو په ودونو کې په سلو کې ۱۰،۵ زیاتوالی راغلی.

په دې راپور کې راغلي دي چې له دې ډلې څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۳۱۳۷۹ نجونو ودونه کړي په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸۳۷۳ و.

په ایران کې د واده قانوني سن د نجونو لپاره ۱۳ او د هلکانو لپاره ۱۵ کاله دی، خو په دې هېواد کې تردې د کم عمر لرونکو ماشومانو ته هم د پلار په خوښه د واده اجازه شته.

په ایران کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر جاوېد رحمان په مارچ میاشت کې د دې سازمان د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې له نجونو او ښځو سره د اسلامي جمهوریت په چلند کې د سمدستي اصلاح غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د ماشومان د ودونو مساله د مهمې مسالې په توګه یاده کړه.

د ښاغلي رحمان په وینا په ایران کې له نجونو او ښځو سره اوس هم د دوهمې درجې وګړو په توګه چلند کېږي.