بریتانیا د روسیې د استخباراتو پر ځینو اجنټانو بندیزونه لګولي

د بریتانیا او روسیې ګډ بیرغونه

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ پر مسمومېدو د یوه کال د اوښتو په ورځ بریتانیا د روسیې د استخباراتو پر یو شمېر اجنټانو بندیزونه لګولي دي.

بریتانیا دا اقدام وروسته له هغه کوي چې مسکو د ښاغلي ناوالنۍ په مسمومیت کې په لاس لرلو تورن شو او سخت انتقادونه پرې وشول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون د اګسټ په شلمه نېټه په یوه بیان کې وویل، پر هغو ۷ کسانو بندیزونه لګول شوي دي چې ویل کېږي د روسیې د استخباراتو اجنټان دي او د ناوالني د ترور په هڅه تورن شوي دي.

د دې کسانو نومونه د بریتانیا د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي چې په نتیجه کې یې د دوی شتنمنۍ کنګل کېږي.

الکسي ناوالنۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین له سختو منتقدانو څخه دی چې یو کال مخکې له سایبریا په یوه الوتکه کې د الوتنې پرمهال سخت ناروغه شو او د سپرلۍ الوتکه یې بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

وروسته جرمني ډاکټرانو تشخیص کړه چې نوموړی مسموم شوی دی.

دې پېښې د روسیې او لویدیځ اړیکي ترینګلي کړل.