بلوچستان کې پر چینايي وګړو برید؛ ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ ژوبل دي

ارشیف

د بلوچستان ایالتي ویاند او د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ایالت کې د چینايي وګړو د سپرلۍ پر یوه موټر د انتحاري برید په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دا حمله د بلوچستان د ګوادر بندر په سیمه کې شوې ده.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي دي چې په دې برید کې چینايي وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

پېکېنګ په پاکستان کې پر خپل اقتصادي دهلیز د شااوخوا ۶۵ میلیارد ډالرو پانګونه کړې چې هدف یې د پاکستان په جنوب کې له ګوادر بندر سره د چین د لویدیځ نښلول دي.

دا پروژه عرب سمندرګي کې د چین ستراتیژیک لاسرسي ته لاره پرانیزي.