بایډن: د کابل هوايي ډګر له لارې د خلکو د اېستلو عملیات خطرناک دي

د کابل هوايي ډګر

ولسمشر جو بایډن له امریکايانو سره ژمنه کړې چې له افغانستان به یې وباسي او خبرداری یې ورکړی چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د زرګونه کسانو د اېستلو عملیات خطرناک دي.

د امریکا ولسمشر تېر ماښام په خپله وینا او وروسته د سوال ځواب په غونډه کې د وسله والو د حملو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل: "له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دي. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونو به ولري که نه زه څه نه شم ویلای خو د اعلی سرقوماندان په توګه ډاډ درکوم چې ټول ضروري امکانات به ورته ځانګړي کړم."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، په داسې حال کې چې طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه کوي دی او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکا له متحدانو سره په ګډه کار کوي څو وګوري چې پر طالبانو څه ډول نړیوال فشار راوستلای شي.

پر ښاغلي بایډن او اداره یې د هغې ګډوډۍ له کبله چې د امریکايي پوځیانو او د هغو د افغان همکارانو د وتلو پر مهال د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې رامنځته شوه سخت انتقادونه وشول او بېګانۍ څرګندونې یې تر ډېره همدې انتقادونو ته په ځواب کې وي.