ملګرو ملتونه: افغان حکومت دې داسې شي چې ټولې خواوې پکې ځانونه وویني

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ، داسې حکومت چې ټولې خواوې په کې ځانونه وویني.

انتونیو ګوترش د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبرې غونډې ته وویل چې دا د طالبانو په ګټه ده: "نړیوالې ټولنې ته دا ډېره مهمه ده چې یو موټی وي، د امنیت شورا ټولو غړیو ته، خو په عمومي توګه نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې په یوه خوله له خپل نفوذه استفاده وکړي او دا د طالبانو په ګټه هم ده چې په رسمیت وپیژندل شي او دا ممکنه ده."

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې په ځانګړي ډول د ښځو حقوق ډېر مهم دي او باید له کابله د هغو افغانانو د ایستلو چارې اسانې شي چې په دغه هېواد کې یې اوس ژوند په خطر کې دی.

له تېرې یکشنبې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی شااوخوا اتلس زره کسان د حامد کرزي هوایي ډګر له لارې ایستل شوي دي چې له درېیو دوې برخې یې افغانان دي.