قرغزستان کې د مظاهره کوونکو یو تنظمیونکی په بند محکوم شو

د قرغزستان ملي بیرغونه

په قرغزستان کې د اساسي قانون د تعدیل پرضد د مظاهره کوونکو یو تنظمیونکی په اتلس میاشتو بند محکوم شو.

په بشکېک کې نن یوې محکمې تلیک مات کدای بیرګانوف په دې تور مجرم وپېژانده چې له زوره په استفادې یې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوله.

کدای بیرګانوف د مارچ په میاشت کې ونیول شو بیا په کور کې نظر بند شو.

د ده ملاتړیو د ولسمشر جاپاروف د اساسي قانون له تعدیلاتو سره مخالفت کړی دی.