د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل نن مسکو ته ځي. دا به له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.
دا بهر ته د اغلې مېرکل وروستی رسمي سفر دی، تردې وروسته له سیاسته لاس اخلي او راتلونکې میاشت په جرمني کې انتخابات ترسره کېږي.
د جرمني صدراعظمې دفتر دوې ورځې مخکې ویلي و چې مېرکل او پوتین به پر دوه اړخیزو اړیکو، کرونا وبا او د افغانستان پر وضعیت، د اوکراین پر شخړو یو شمېر نورو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
تمه ده چې دا دواړه مشران به د نورډ سټریم دوه پایپ لاین په اړه هم چې د روسیې ګاز د بالتیک تر سمندرګې لاندې جرمني ته انتقالوي، وغږیږي.