طالبانو د جوماتونو له امامانو غوښتي چې د ولس پر یووالي ټینګار وکړي

وسله وال طالبان

طالبانو د افغانستان د جوماتونو له امامانو غوښتي چې د جمعې په خطبو کې د ولس پر یووالي ټینګار وکړي.

نن پر افغانستان د طالبانو له کنټرول راهیسې د جمعې لومړی لمونځ کېږي.

په عین وخت کې پرون د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستو کلیزې په مناسبت د هېواد په یو شمېر برخو کې پر پرله پسې دویمه ورځ هم مظاهرې وشوې.

رپورټونه وايي، طالبانو د سولې او له اسلامي ارزښتونو سره د سم ټولشموله حکومت پر ژمنو سربېره د مظاهره چیانو پرضد له تاوتریخوالي کار واخېست چې په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو پرون په یوه پیغام کې وویل چې د جوماتونو امامان دې 'ولس د هېواد پرمختیا لپاره کار او د هېواد نه پرېښودو ته وهڅوي' او 'د دښمن د منفي تبلیغاتو' ځواب دې ووايي.

په داسې حال کې چې کاروبارونه د بیا پرانیستو په حال کې دي، د پلازمېنې په لارو او کوڅو کې تر ډېره ارامي ده او وسله وال طالبان په کابل کې پلي او په ګاډو کې ګرځي.

البته بانکونه او حکومتي دفترونه تر اوسه بند پراته دي.