د ایران د یورانیمو په اړه د جرمني، فرانسې او بریتانیا اندېښنې

ارشیف، د نطنز اټمي بټۍ

د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ایران کې د یورانیمو په غني کولو کې د چټکتیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د وروستي راپور په اړه په ګډه اعلامیه کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

دغو درېيو هېوادونو چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې غړي دي، پرون پنجشنبه د ایران اقدامات په اټمي موافقې کې د ایران له ژمنو سره په تضاد کې وبلل.

د روانې اوونۍ په پیل کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې په یوه راپور کې وویل، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو په بڼه د ۲۰۰ ګرامه فلزي یورانیمو د تولید لپاره کارولي دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو هم په ایران کې د فلزي یورانیمو د تولید د پراختیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور په غبرګون کې د اټمي فعالیتونو د درېدو او د خبرو مېز ته د ایران د حاضرېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، باور لري چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته هېڅ اړتیا نه لري.