یو افغانی یهود: د طالبانو له واکمنېدو سره-سره له هېواده نه وځم

افغانستان کې یوازینی پاتې یهود زیبولون سیمنتوف

په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره-سره به له خپل هېواده ونه وځي.

د نیوزویک د راپور له مخې، ۶۲ کلن زیبولون سیمنتوف (Zebulon Simentov) مخکې ویلي و چې که بیا طالبان واک ته ورسېدل له افغانستانه به ووځي.

ده اوس ویلي چې له دې سره-سره چې مېرمن او ماشومان یې په ۱۹۹۸ میلادي کال اسراییل ته لاړل، په کابل کې پاتې کېږي.