نظرپوښتنه: افغان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي

یو امریکايي سرتیری

له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم، د امریکایانو اکثریت وايي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي.

د اسوشیټېډ پرېس او د عامه چارو د څېړنې مرکز له لوري په دې نظرپوښتنه کې په درېيو کې دوو برخو پوښتل شوېو امریکایانو ویلي چې د امریکا دا تر ټولو اوږده جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا پرې دومره وخت لګولی وای.

په دې نظرپوښتنه کې ۴۷ سلنه امریکایانو د ولسمشر جوبایډن د نړیوالو چارو مدیرت تایید کړی خو په سلو کې ۵۲ نورو د بایډن د ملي امنیت مدیریت نه دی تایید کړی.

دا نظرپوښتنه د اګسټ د ۱۲ او ۱۶ ترمنځ شوې ده.