پنجاب کې د عاشورا پر مراسمو بمي برید ۴ تنه وژلي

ارشیف

د پاکستان په پنجاب کې د عاشورا پر مراسمو بمي برید شوی چې په کې څلور کسان وژل شوي دي.

پېښه نن په په بهاولنګر ولسوالۍ کې شوې ده.

د مجلس وحدت مسلمين وياند علامه مقصود علي ډومکي نن د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې په بهاولنګر کې د محرم د ۱۰مې لپاره خلک په لار وو چې نامعلومه کسانو پرې لاسي بم واچاوه.

د مقصود علي په خبره څلور کسان وژل شوي او تر شلو نور زیات ټپيان دي.

نوموړي د بهاولنګر ولسوالۍ پر امنیتي ځواکونو نیوکه وکړه چې امنیتي تدابیر یې سم نه وو نیولي.

د حملې پړه تر اوسه کومې ډلې لا نه ده منلې.