د خپلواکۍ د بېرته اخیستو کلیزه او مراسمو ته یې د افغانانو تابیاوې

یو شمېر خلک د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو کلیزه نمانځي.

نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۲یمز کلیزې سره برابره ده. افغانانو داسې وخت په بېلابېلو سیمو کې د دې ورځې د نمانځلو لپاره تابیاوې نیولي چې طالبانو په افغانستان باندې ولکه ټېنګه کړې ده.

د دې ورځې د رارسېدو په درشل کې روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ اعتراضونه وکړل.

د تازه راپورونو له مخې د کابل وزیر اکبرخان غونډۍ شااوخوا هم لسګونه کسان په اعتراض راوتلي.

په دې غونډۍ باندې د افغانستان تر ټولو لوړ او غټ بیرغ ځړېده چې د راپورونو له مخې طالبانو راکوز کړی.

طالبانو له اکثرو نورو دولتي ودانیو هم درې رنګه بیرغ لېرې کړی او خپل سپین بیرغ یې د هغه پرځای درولی، خو یو شمېر افغانانو له دې سره مخالفت کړی دی.

د دې مخالفتونو په ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د خپل لومړي خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې راتلونکی حکومت به د بیرغ په اړه پرېکړه وکړي.