د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ملګري ملتونو له دې هېواده د درې سوه بهرنیو کارکوونکو درېیمه برخه په موقت ډول قزاقستان ته لېږدوي.
د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریچ پرون چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) وویل چې شااوخوا سل بهرني کار کوونکي به په موقت ډول د قزاقستان لوی ښارالماتي ته ولېږدول شي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، دا موقتي اقدام دی او هدف دا دی چې ملګري ملتونه له زیات خنډ پرته وکولای شي په افغانستان کې بشري مرستوته دوام ورکړي او هم د خپلو کار کوونکو پر وړاندې خطرونه کم کړي.
دوجاریچ ټېنګار وکړ چې ملګري ملتونه ژمن دي چې له افغانستان سره به پردې هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم بشري مرستو ته دوام ورکړي.
طالبانو ویلي چې د ډیپلوماټانو او د ملګروملتونو د کار کوونکو ژوند به خوندي کوي.
ملګري ملتونه او مرستندویه ټولنې یې په افغانستان کې پر بهرنیو کارکوونکو سربېره شااوخوا درې زره افغان کارکوونکي هم لري.
د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند دغه راز وویل، د دغو افغان کار کوونکو د امنیت د خوندي کولو لپاره یې مهم اقدامات کړي دي.