د امریکا متحدو ایالاتونو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې راتلونکې میاشت دې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته د ورتګ پرځای خپلې ثبت شوې ویډیويي ویناوې ور واستوي.
په ملګروملتونو کې د امریکا استازولۍ دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو ۱۹۲ غړیو ته استولې او ویلي یې دي، دې ته په پام چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼه په چټکۍ سرایت کوي، نیویارک ته د مشرانو نه ورتګ به له دې سره مرسته وکړي چې د عمومي اسامبلۍ اوونۍ د دغه ویروس په زیات سرایت بدله نه شي.
امریکا دغه راز غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو نورې غونډې دې هم په انلاین بڼه ترسره شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، که ځینې هېوادونه بیا هم غواړي چې خپل پلاوي نیویارک ته ور واستوي، نو کوښښ دې وکړي چې شمېر ېې کم وي.
تېر کال هم په نړۍ کې د خپرې شوې کرونا وبا له امله د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته د نړۍ مشرانو خپلې ثبت شوې ویډیويي ویناوې ور استولې وې.