د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، ترهغو به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي چې له دې هېواده د ټولو امریکایانو ایستل بشپړ شوي نه وي.
بایډن وویل، ان که اړتیا وي، د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې، په دې هېواد کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.
ولسمشربایډن له امریکایي اې بي سي نیوز ټلوېزیون سره پرون چهارشنبه په یوه مرکه کې هغه انتقادونه چې وایي، له افغانستانه باید د خلکو او ځواکونو د ایستلو لپاره پر پلان ښه کار شوی وای، رد کړل.
دغه انتقادونه وروسته له هغې زیات شول چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره د تاوتریخوالي او ګډوډیو صحنې چې په زرګونو کسانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړې، خپرې شوې.
ولسمشر بایډن وویل، متحده ایالات به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې د اګسټ تر ۳۱مې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایانو او افغان همکارانو ایستل بشپړ شي.
بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که تر ټاکلي نېټې وروسته بیا هم یو شمېر امریکایان هلته پاتې شي، اداره به یې په ایستلو کې مرسته وکړي وویل، که امریکایي تبعه هلته پاتې وي، نو به موږ هم هلته حضور ولرو.