په امریکا کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې

آرشیف

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې.

د امریکا د دې اقدام په نتیجه کې به طالبان له میلیاردونو ډالرو شتمنۍ څخه بې برخې شي.

د امریکا د ادارې یوه چارواکي پرون سې شنبه (د زمري په ۲۶مه) وویل چې په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د حکومت شتمنۍ طالبانو ته نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.

د پیسو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني د اپرېل میاشتې تر پایه پورې ۹،۴ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د دې پیسو ډېره برخه د راپورونو له مخې د نیویارک د فدرال زېرمو په بانک او د امریکا په نورو مالي موسسو کې ساتل کېږي.

د افغانستان بانک په دې شتمنیو کې ډالر، سره زره او نورې مالي زېرمې شاملې دي.

طالبان د امریکا د بندیزونو په فهرست کې دي او د دې معنی دا ده چې که امریکا او متحدان یې د طالبانو راتلونکی حکومت په رسمیت ونه پېژني، نو د افغانستان بانک زېرمو ته به لاسرسی ونه لري.

پردې سربېره امریکا کولای شي چې افغانستان ته د پیسو د نړیوال صندوق په ګډون د نړیوالو موسسو مرستې بندې کړي.