امرالله صالح چې په کابل کې د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال و، ادعا کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست دی.
ښاغلي صالح تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسمشر په نه موجودیت کې یې لومړی مرستیال سرپرست ولسمشر دی.
د اساسي قانون په ۶۰ ماده کې ویل شوي چې د ولسمشر په غیاب، یا استعفا او یا هم د وفات په صورت کې لومړی مرستیال به د سرپرستي دنده مخ ته وړي.
هغه په دې ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په دننه کې دی او د دغه مقام د اعاده کېدو لپاره د دې هېواد له مشرانو سره سلا او مشورې کوي.
ښاغلي صالح خپل د اوسېدو ځای ونه ښود.
نوموړی دغه ادعا څو ورځې وروسته له هغې کوي چې اشرف غني د یکشنبې په ورځ له هېواده ووت او طالبانو کابل ونیو.
په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په کابل کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د یوه داسې حکومت د جوړولو لپاره چې ټول په کې ځانونه وویني هڅې روانې دي.
ښاغلي مجاهد وویل، نوی حکومت به د اساسي قانون په اړه پرېکړه کوي.