بورېل: اړ یو افغانانو سره د مرستې لپاره طالبانو سره اړیکې وپالو

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وایي، که دا ټولنه طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه په رسمیت ونه پېژني، بیا هم اړ ده چې له افغانانو سره د مرستې لپاره ورسره اړیکې وپالي.

ښاغلي بورېل دغه څرګندونې په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه، زه دا نه وایم چې طالبان باید په رسمیت وپېژنو بلکې د ټولو مسایلو په اړه باید له هغوی سره خبرې وکړو. دې ته هم اړ یو چې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره له هغوی سره اړیکې وپالو.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر دغه راز وویل، اروپایي ټولنه به په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره شرایط وړاندې کړي، څو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.