د افغانستان له روان وضعیته د فرانسې اندېښنه

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان له روان وضعیته ترهګر استفاده ونه کړي.

ایمانوئل مکرون له پاریسه په یوه بیان کې چې د تلوېزیون له لارې پرون خپور شو، وویل: "ترورستي ډلې په افغانستان کې شته او هڅې کوي چې له دې بې ثباتۍ ګټه واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو مشترک او متحد ځواب ورکړي."

ښاغلي مکرون دې ته هم اندېښنه وښوده چې د افغانستان بې ثباتي به د اروپا په لور د کډوالو بهیر ورمات کړي.