طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه

د طالبانو سیاسي استازي

طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه او له ښځو یې وغوښتل چې د دې ډلې له حکومت سره یوځای شي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، انعام اله سمنګاني نن د افغانستان له ملي تلوېزیونه اعلان وکړ چې ښځې باید د شرعي قانون مطابق د حکومت په چوکاټ کې شاملې شي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت نه غواړي چې د ښځو حقوق وخوړل شي او قرباني شي.

وروسته تردې چې طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل او نورې سیمې نیولې دي، ښځې او نجونې د خپلو حقونو له لاسه ورکولو ته ډېرې اندېښمنې شوي دي.

طالبانو پخوا هم ورته خبره کړې وه چې د اسلامي شریعت په اساس د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، خو په نویمه میلادي لسیزه کې دې ډلې د خپلې واکمنۍ پرمهال ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حقونو محرومې کړې وې.