هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کار کوونکي وایستل

د هند ملي بیرغ

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي وایستل. د راپورونو له مخې اوس په افغانستان کې یوازې د درې هېوادونو، پاکستان، روسیې او چین سفارتونه فعال دي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریمدام باګچي نن په ټویټر کې لیکلي دي، اوسنیو شرایطو ته په کتو پرېکړه وشوه چې په کابل کې زموږ سفیر او هلته نور هندي کار کوونکي دستي هند ته انتقال شي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې روانه اوونۍ د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته په زرګونو افغانانو سختې هڅې پیل کړي دي چې له کابله ووځي.

وروسته تر دې چې پرون د ګډوډیو له امله د کابل هوایي ډګر بند شو، د امریکا دفاع وزارت وویل چې بېرته الوتنې پيل شوي دي.

روسیې ویلي دي چې په کابل کې یې له خپل سفارته یو شمېر دپلوماتان ایستلي دي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن د طالبانو له استازیو سره د روسیي اتباعو او د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.