طالبان: کابل کې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل شوي

ارشیف

طالبانو ویلي چې په کابل کې یې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل کړي دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېټې مشر امیرخان متقي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د دغې راډیو د عمومي مسول مولوي ضیاالحق حقمل ویډیویي پیغام لیږلی چې هغه په کې خلکو ته د امنیت او ارامۍ ډاډ ورکوي: "اوس په ټول هېواد کې حالات د عادي کېدو په لور روان دي او تر اوسه هېڅ د ناامنۍ کومې لویې پیښې نه دي ترسره شوي. اسلامي امارت په مکرر ډول ډاډ ورکړی دی چې د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره پریکنده ګامونه اخلي."

طالبانو له دې وړاندې ویلي چې د ملي ګټو پر بنسټ د بیان ازادۍ اصولو ته هم ژمن دي.