ازبېکستان د افغانستان ۴۶  الوتکې په زوره ترمز هوايي ډګر کې ښکته کړي

د ترمز هوايي ډګر

ازبیکستان پرون دوشنبې وویل چې د افغانستان ۴۶ الوتکې چې ۵۸۵ پوځیان یې لېږدول او په غیر قانوني توګه د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخلې شوي په ترمز کې په زوره کښیناستو ته اړ کړي دي.

د ازبیکستان د لوی څارنوالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي هلیکوپټرې د تېرې یکشنبې او شنبې په ورځو د ترمز په هوایي ډګر کې په زوره کښینول شوي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې یوه الوتکې د ازبیکستان له جېټ الوتکې سره چې دغه الوتکې یې بدرګه کولې ټکر وکړ چې په نتیجه کې دواړه الوتکې د ازبیکستان په سرخان دریا ولایت کې راولوېدې.

ویل شوي چې د دواړو الوتکو پیلوټانو کټه پوټ کړی او ژوندي پاتې دي.

دغه اعلامیه د ازبیکستان د دفاع وزارت د تېرې ورځې له اعلامیې سره چې ویلي و، هوایي ځواکونو یې د افغانستان د پوځ یوه الوتکه په ډزو را نسکوره کړې، په تضاد کې ده.

د ازبیکستان لوی څارنوالۍ په خپره کړې اعلامیه کې دغه راز ویلي چې ۱۵۸ نور افغان ملکیان او پوځیان د یکشنبې په ورځ پلي پر پوله اوښتي او خاورې ته یې داخل شوي دي.

تاجکستان هم پرون دوشنبې وویل چې د افغانستان دوو پوځي الوتکو ته یې چې له سلو زیات سرتیري یې لېږدول، اجازه ورکړې چې د باختر په ښار کې کښیني.