د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل روسي ساري سرګي لاوروف سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
بلېنکن تېره شپه په یوه ټویټ کې د دغو خبرو په اړه ویلي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د دغو خبرو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې له چین، پاکستان او ملګرو ملتونو سره په ګډه به د افغانستان په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې روسیه، امریکا، چین، پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې کولای شي، د افغانستان په روان وضعیت کې مهم رول ولوبوي.