بریتانیا: وبه نه شو کړای کولای خپل افغان همکاران له کابله وباسو

د بریتانیا دفاع وزیر بین والیس

د بریتانیا دفاع وزیر بین والیس پرون دوشنبه په ژړغوني غږ اعتراف وکړ چې بریتانیا به ونه شي کولای خپل افغان همکاران له کابله وباسي.

والیس چې پر کابل د طالبانو تر واکمن کېدو یوه ورځ وروسته له ایل بي سي راډیو سره خبرې کولې، د رامنځته شوي وضعیت له امله پر ځان د فشارونو یوه کوچنۍ بېلګه په ډاګه کړه.

والیس چې کله غوښتل ووايي، بریتانیا به ونه شي کولای چې په نژدې څو ورځو کې ټول هغه مستحق افغانان چې د دې هېواد له ځواکونو یا له حکومت سره کار کړی، بریتانیا ته ستانه کړي، نو غږ یې ژړغونی شو.

هغه وویل، یو شمېر کسان به ژر ونه شي ایستلای او ډېره هڅه به وکړي چې د درېیم هېواد له لارې د دوی د ایستلو پروسه مخ ته یوسي.

والیس واک ته د طالبانو د بیا رسېدو سره په افغانستان کې د القاعده د بیا پیاوړي کېدو او د دې هېواد د بې ثباتۍ په اړه په ښکاره اندېښنه څرګنده کړې ده.