امریکایي چارواکي وایي، د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د خلکو د ګڼه ګوڼې او ګډوډیو له امله اووه تنه مړه شوي دي.
وروسته له هغې چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیوه، په زرګونو کسانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړه او هر یوه هڅه کوله چې الوتکو ته پورته شي.
د امریکا پوځ او د یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو پوځیانو د کابل له هوایي ډګره د خپلو سفارتونو د کار کونکو او نورو افغانانو چې له دوی سره یې همکاري کړې، د ایستلو چټک عملیات پیل کړي دي.
یو شمېر امریکایي جګپوړیو پوځي چارواکو چې نومونه یې پټ ساتل شوي، اسوشټېډ پرېس آژآنس ته ویلي چې یو شمېر کسان چې په الوتکو پورې یې ځانونه نښلولي و، د الوتکو د سمدستي پورته کېدو پر مهال راغورځېدلي او مړه شوي دي.
دغه راز د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې هم کړي دي.
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکایي ځواکونه په کابل هوایي ډګر کې دېره له ترکي ځواکونو سره کار کوي چې له هوایي ډګره خلک لېرې کړي، څو د ډپلوماټانو او نورو کسانو د ایستلو لپاره نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.
جان کربي وویل چې دفاع وزیر لوېډ اسټن د کابل له هوایي ډګره په مصؤن ډول د خلکو د ایستلو لپاره سیمې ته د شااوخوا زرو نورو سرتېرو د استولو امر کړی چې په دې سره د ټولو هغو ځواکونو شمېر چې د دغې پروسې د امنیت د خوندیتوب لپاره ګومارل شوي، ۶ زره امریکایي سرتېرو ته ورسېد.