ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د خبرو له لارې نوی حکومت جوړ شي

کابل ښار کې یو وسله وال طالب

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خبرو له لارې د نوي حکومت د جوړولو، د جګړو او د سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په هغې اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون دوشنبه د افغانستان د روان وضعیت په اړه د جوړې شوې غونډې په پای کې خپره کړې، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار شوی او ویل شوي چې دا مساله باید یقیني شي چې له دې هېواده ترهګري نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کوي.

دغه راز ویل شوې چې طالبان یا بله هره ډله باید د هغو ترهګرو چې په نورو هېوادونو کې فعالیت کوي، ملاتړ ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جګړو د سمدستي بندېدو او د خبرو اترو له لارې د یوه نوي پراخ بنسټه حکومت چې ښځې هم په کې شاملې وې، د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال سفیر ګینګ شوانګ د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان باید بیا هېڅکله هم د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي، دا اصلي خبره ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې طالبان به له ترهګرو ډلو سره رڼې خپلې اړيکې پرېکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسلي نبینزیا وویل، د طالبانو له خوا حکومتي ځواکونو ته ماتې ورکول د ټولو لپاره یو ناڅاپي پرمختګ و، خو زموږ په باور اوس وضعیت دومره زیات د اندېښنې وړ ځکه نه دی چې د ملکي خلکو د پراخې وینې توییدا مخه نیول شوې.

هغه پرټولو اړخونو غږ وکړ چې له جګړو ډډه وکړي او له سوله ییزې لاې یوه جوړجاړي ته د رسېدو ملاتړ وکړي.