امریکا وايي د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي

د کابل هوايي ډګر مخ ته یو شمېر ولاړ وسله‌وال طالبان او عام خلک

د امریکا متحده ایالاتو چارواکي وايي، دوی د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي، څو د امریکا او د نورو متحدانو پرسونل ته له افغانستانه د خوندي وتلو زمینه برابره شي.

دوی دا اقدام وروسته تر دې کوي چې وسله‌وال طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه ووت.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون په ګډه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او متحدانو پرسونل به په ملکي او پوځي الوتنو کې سر له ننه له افغانستانه وځي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په راروانو ۴۸ ساعتونو کې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نږدې ۶،۰۰۰ ته زیات شي چې مأموریت به‌یې تر ډېره د دغو چارو پر اسانتیا متمرکز وي.