کاناډا په افغانستان کې ډيپلوماتیک مأموریت وځنډاوه

د کاناډا بیرغ

کاناډا په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک مأموریت وځنډاوه.

کاناډایي رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس ویلي چې دوی دا مأموریت د لنډې مودې لپاره درولی دی.

اعلامیه کې راغلي چې ټول کاناډایي ډيپلوماتان له کابله وتلي دي.

دوی ویلي، هر کله چې کابل کې د خپلو ډيپلوماتانو د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي، خپل سیاسي مأموریت بېرته پیلوي.

بل لور ته روېټرز اژانس د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد له کابله د ډيپلوماتانو د وتلو په چاره کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېر ماښام یو ځل بیا اعلان وکړ چې کابل کې ټولو سفارتونه، سیاسي استازولیو او د بهرنیو اتباعو هستوګن ځایونو ته به خطر نه‌پېښېږي.